د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیزاد د سولې خبرو د زمینې برابرولو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده، خلیلزاد له طالبانو سره تر لیدنې وروسته بېرته کابل ته را وګرځي او له افغان چارواکو سره وګوري. خلیلزاد داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې افغان حکومت او طالبانو بېرته جګړې شدیدې کړې دي. افغان حکومت وایي، طالبان سولې ته اراده نه لري او له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن نه دي. تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست وویل، چې طالبانو لا هم له بهرنیو وسله والو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې. حکومت دغه راز وایي، چې د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه هم طالبانو کړي، خو زلمي خلیزاد بیا وویل چې دغه بریدونه طالبانو نه، بلکې داعش وسله والې ډلې تر سره کړي دي.
































