ا.ا وایي، نړیوالو ته هېڅ داسې کومه پلمه نه ده پاتې چې نور د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل وځنډوي. د ا.ا مرکزي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو د تسلیمولو پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې. هغه وویل، که نړیوال هرڅومره ژر د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، افغانستان به په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ وکړي .دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه اته میاشتې تېرې شوې، خو لاهم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
































