ښايي د اوکراین د جګړې تر پای ته رسېدو نړۍ افغانستان ته هېڅ راز پاملرنه و نه کړي. د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت ترینګلی او د نړۍ له پامه غورځېدلی دی. هغه زیاته کړې چې د اوکراین جګړې د افغانستان په څېر مهم مسایل د نړۍ له پامه غورځولي دي او تر هغه چې دا جګړه روانه وي افغانستان به هېر پاتې شي. بولټن همدا راز وایي دا معلومه نه ده چې د اوکراین جګړه به کله پای ته رسېږي او دا ضمانت هم نشته چې تر هغه وروسته به نړۍ د افغانستان لپاره کوم ځانګړی پلان ولري کنه. ددې تر څنګ بولټن وایي چې نړۍ دې افغانستان نه هېروي، د افغانانو تر څنګ دې ودرېږي او ددغه هېواد وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
































