د امریکا ولسمشر به اوکراین ته سفر و نه کړي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي په تازه څرګندونو کې له بایډن غوښتي وو، چې له اوکرایني وګړو سره د خپل ملاتړ د څرګندولو په موخه دې اوکراین ته سفر وکړي. خو سپینه ماڼۍ وایي چې اوکراین ته د بایډن د سفر هېڅ پلان نشته دی.
سرچینه کاږي چې ددې سفر د نه کولو اصلي لامل امنیتي مسایل دي نو ځکه یې پلان نشته دی. په وروستیو کې د برېټانیا او فرانسې ځینو چارواکو اوکراین ته سفرونه وکړل او ددغه هېواد له پوځ یې ملاتړ څرګند کړ.
د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون آن جګړه ځپلو سیمو ته ورغی، له ویجاړیو یې لیدنه وکړه او له اوکراین سره یې ژمنه وکړه چې وسلې او مهمات به ورکوي.
































