د اوکرایین ولسمشر ولادیمير زېلینسکي ويلي چې روسیې د اوکرایین په ختیځ کې د دونباس سیمې د نيولو لپاره بريدونه پراخ کړي دي. د زلېنسکي دا څرګندونې تر هغې وروسته دي چې روسيې د اوکراين پر مختلفو ښارونو سخت هوايي بريدونه وکړل.هغه په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې جګړه پر دونباس ښار متمرکزه شوې ده. د اوکراين پوځي چارواکو ويلي، روسي پوځيان هڅه کوي چې د اوکراين دفاعي کرښې ماتې کړي. دا تر هغې وروسته دي چې روسي پوځيان پر کېيف تر سختو بريدونو وروسته هم د دې ښار په نيولو بريالي نه شول. له وړاندې هم دا ويره وه چې روسيه به د کېیف په نيولو کې له ماتې سره تر مخ کيدو وروسته پر دونباس بريد وکړي. د دې ښار ډيری اوسيدونکي روسي ژبه وايي او مسکو هيله لري چې په نيولو سره به يې دا سيمه له اوکراين بيله کړي.
































