ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې د اوکرایین کړکېچ د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو د ناورینونو د هواري هڅې نه دي اغېزمنې کړي. پر اوکرایین د روسیې تر بريد وروسته داسې اندېښنې را ولاړې شوې دي چې ښايي مرستندويان د اوکراين په مسئله کې افغانستان او ځينې نور هيوادونه له پامه وغورځوي؛ خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارټين ګريفټس تازه په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې مرستندویان لا هم د افغانستان او نورو هېوادونو د ستونزو هواري ته ژمن دي. د ګريفټس په خبره چې مرستندويانو يوازې تر دې مهاله خپلې مرستې نه دي کمې کړې خو په وينا يې چې په راتلونکې کې د همداسې يو څه اندېښنه شته. د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې د افغانستان په تړاو د مرستو کنفرانس دایر کړ. ياد کنفرانس کې، هغسې چې اټکل کيده د مرستو ژمنې ترلاسه نه شوې. د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي او ملګرو ملتونو وار دمخه خبرداری ورکړی چې که خلکو ته پر وخت مرستې ونه رسول شي نو ښايي يو بشري ناورين رامنځته شي.
































