د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د نامالومو وسله والو په ډزو د پوځي محکمې دوه پولیس افسران وژل شوي دي. پولیس وایي چې دا پېښه پرون ماښام د ډېره اسماعیل خان د درابن تاڼې په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې دوه پولیس افسران ځای پر ځای وژل شوي او یو بل په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې په یوه اوونۍ کې تر ۲۰ ډېرو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
































