يو چینايي شرکت غواړي د افغانستان جلغوزي دلته تر پروسس کېدو وروسته نيغ په نيغه چين ته صادر کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امین زونګ په نوم د یوه چینايي شرکت رییس ورسره کتلي او د جلغوزيو د پروسس په برخه کې پانګونې ته يې لېوالتيا ښودلې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، پخوا به د افغانستان یوه برخه جلغوزي پاکستان ته صادریدل او امین زونګ شرکت به بیا یاد جغلوزي په پاکستان کې له پروسس وروسته چین ته صادرول. ويل کيږي، یاد شرکت اوس غواړي چې په دې برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په افغانستان کې پروسس شوي جلغوزي په مستقیم ډول چین ته صادر کړي.
































