د پاکستان نوې کابينې نن په اسلام اباد کې لوړه وکړه. د لوړې مراسم د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول خو ولسمشر عارف علوي پکې ګډون نه و کړی. ويل کيږي چې هغه د ناروغۍ له کبله رخصت اخيستی او پر ځای يې د سنا مشر صادق سنجراني له نويو ټاکل شويو وزيرانو لوړه اخيستې ده. د پاکستان په نوې کابينه کې ۱۲ د مسلم ليګ (ن) ګوند، نهه د پاکستان د پيپلز ګوند، څلور د جمعيت علمای اسلام، دوه د متحده قومي غورځنګ، يو د بلوچستان نېشنل مېنګل يو د جمهوري او يو هم د مسلم ليګ (ق) ګوند وزيران شامل دي. د پاکستان په نوې کابينه کې د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر، عايشه غوث پاشا او عبدالرحمان کانجو د لومړي وزير د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي. وړاندې راپورونو کې ويل شوي وو چې نوی لومړی وزير شهباز شريف له دې کبله د خپلې کابينې په جوړولو کې له ستونزو سره مخ دی چې د ګوندونو د ائتلاف هر غړی د خپل ګوند لپاره مهمې څوکۍ غواړي.
































