د بښنې نړیوالې ادارې په کابل کې د وروستیو چاودنو په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده. د بښنې نړیوالې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پر دې پېښه خواشیني دي او د ملکي وګړو وژل کېدل او له تعلیمي مرکزونو سره څېرمه بریدونه کول نه بښل کېدونکی جنایت دی.
په اعلامیه کې پر نوي حکومت غږ شوی چې ددغه پېښې په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي. سرچینه کاږي د افغانستان اوسني چارواکي د خپلو خلکو د امنیت مسوول دي او دوی ته په کار ده چې ددغه ډول پېښو په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي او معلومات یې له خلکو سره شریک کړي. د بښنې نړیوالې ادارې دغه راز له افغان چارواکو غوښتي چې ددغه ډول پېښو د خبري پوښښ لپاره خبریالانو ته اجازه ورکړي او د دوی د کار خنډ دې نه جوړېږي.
































