افغان سوداګرو د خپلو کاروبارونو پر وړاندې پراته خنډونه د سوداګرۍ او صنايعو له وزير سره شريک کړي او په حل کې يې د مرستې غوښتنه کړې ده. سوداګرو او د فابريکو خاوندانو پر خامو توکو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو، د ويزو په اخيستلو کې د اسانتياوو او فابريکو ته د دوامدارې بريښنا د ورکړې غوښتنه کړې ده. هغوی ويلي چې که په يادو برخو کې د دوی ستونزې حل شي نو له يوې خوا به په کور د ننه د توليداتو کچه لوړه شي او له بلې خوا به ګڼ شمېر کسانو ته د کار او دندو زمينه برابره شي. د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير نورالدين عزيزي سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان ا.ا به يې د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي.
































