سنګاپور کې د وبایي ناروغیو د څیړنو مرکز ډي ډي آی په
یوه تازه څیړنه کې خبر ورکړی دی چې،د کرونا وبا په ټوله نړۍ کې نزولي او د شکست حالت غوره کړی او د راتلونکې اونۍ تر پایه او د جون په اوایلو کې به په فوق العاده توګه په نړۍ کې د مثبتو پیښو د ثبت شمیر ډیر را کم او په سلګونه زره ناروغان به له روغتونونو بیرته جوړ رخصت شي، دغه مرکز وایي که څه هم چې تر دې دمه د کرونا وبا واکسین نه دي جوړ شوي خو هیله مندي ډیره ده چې دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان تر تایید وروسته د روان کال تر نومبر پورې د استفادې وړ شي، مرکز وایي تر دې دمه ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د واکسین جوړولو لپاره د چین او کاناډا هڅې اغیزمنې او باور وړ ښکاري او ډیر احتمال شته چې ددغه دواړو هیوادونو څخه د یوه هیواد واکسین ټولې نړۍ ته د منلو وړ واکسین شي.
































