برېټانیا غواړي افغانستان کې د امریکايي جګړې د اسنادو افشاګر امریکا ته وسپاري. د راپورونو له مخې برېټانیا غواړي جولیان آسانژ چې د ویکي لیکس په نامه د افشا کوونکي سایټ بنسټګر دی د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري.
جولیان تر پنځه سوه زره پورې داسې پټ اسناد خپاره کړي وو، چې په هغه کې په افغانستان او عراق کې د امریکا له جګړو او پلانونو پرده پورته شوې وه. امریکا له برېټانیا غواړي چې دغه کس دوی ته وسپاري ځکه د امریکايي جګړې معلومات یې خپاره کړي او باید په امریکا کې محاکمه شي.
بلخوا برېټانوي حکومت بیا ددغه پرېکړې په اړه له کشمکش سره مخ شوی دی. د بشري حقونو فعالین دا ناعادلانه پرېکړه بولي او په دې باور دي چې امریکا ته د جولیان سپارل به د هغه د وژل کېدو او یا ځانوژنې سبب شي.
































