ایران وایي، درې تنه یې د اسرایيلو استخباراتي سازمان موساد ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. رسنيو د ايراني چارواکو له قوله ويلي چې ياد کسان د دغه هيواد په جنوب ختيځ ښار زاهدان کې نيول شوي دي. پر نيول شويو کسانو چې هويت يې نه دی په ډاګه شوی تور پورې دی، چې د اسرائيلو استخباراتو ته يې محرم اسناد ورکول. له اسرائيلو سره د ايران اړيکې په دغه هيواد کې د اسلامي انقلاب تر بريالي کېدو وروسته ترينګلې شوې دي.
































