د راپورونو له مخې وسله والو تېر ماخوستن د پروان په مرکزچاریکارو کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي. په دې پېښه کې اته لمونځ کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تایید کړې ده او پړه يې پر طالبانو اچوي. بلخوا د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ پورې اړوند ګورچکو سیمه کې هم وسله والو پر لمونځ کوونکو برید کړی دی. په دې پېښه کې هم درې لمونځ کوونکي وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی. د دواړو پېښو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو افغان حکومت یې د وسله والو مخالفینو کار بولي.
































