د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، افغانستان کې د پانګونې لپاره د نړیوالو شرکتونو لېوالتیا زیاته شوې. د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي زیاتوي چې، د روسیې، چین او المان یو مشترک شرکت به نږدې د پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت هېواد کې د فاضله موادو څخه د ګازو د تولید په برخه کې پانګونه ترسره کړي. د خصوصي سکټور غړي وايي د نړۍ د ځینو نورو هېوادونو پانګوال هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالیتا لري او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره یې اړیکې نیولې دي. د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې د هېواد اوسنیو شرایطو ته کتو افغانستان کې د پانګونې بهیر پیل کېدل مهم دي، خصوصا د بهرنیو پانګوالو راتلل چې دا چاره کولی شي روانې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
































