په افغانستان کې دې ټول ښکېل اړخونه د څلوېښت کلن ناورین د ختمولو لپاره لاسونه سره یو کړي. د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې له څلوېښتو کلونو راهیسې یو ناورین روان دی او اوس ددې وخت دی چې ټول ښکېل اړخونه ددغه ناورین د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي. دده په وینا طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او په دې توګه د فرضي کرښې دواړو لورو پرتو پښتنو ژوند ته امن او سوله راولي. نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت راتګ د ټولې سیمې د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ سبب ګرځي نو د سیمې هېوادونه دې هم د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
































