د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د ازبکستان او قزاقستان له سفیرانو او د ترکنمستان او قرغزستان له استازو سره په لیدنه کې، د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د مرکزي اسیا له سفیرانو او استازو سره وکتل. خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصاي اتصال خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي. سرچینه زیاتوي، د مرکزي اسیا سفیرانو او استازو هم په خپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزېټ، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.
































