د برېښنا شرکت چارواکي وایې، د کجکي د برېښنا د تولید په کارخانه کې، چې د دویم فاز د یو لړ وسایلو د نصب لپاره پر کندهار او هلمند برېښنا بنده شوې وه، اوس هلته د برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی. په کندهار کې د برېښنا شرکت ویاند احسان الله امین وايي، نوي فاز لپاره د اوبو نل لیکې وصل چارې پاتې وې، چې له کبله یې نږدې ۱۱ ورځې برېښنا پرچاو شوې وه. نوموړی وايي اوس هغه نل لیکه وصل شوې خو د اوس لپاره له زړو ماشینونو برېښنا فعاله شوې ده. دمګړۍ د کجکي برېښنا د تولید کارخانه نږدي ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي چي د دويم فاز له فعالېدو سره به یې د تولید کچه ۱۵۰ میګاواټه ته پورته شي.
































