د وروستیو راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۹۸۵۹۸۲ ته رسېدلی چې له دې ډلې ۳۲۴۸۹۰ کسان تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۷۰۵۳۸ ته رسېدلی او د مړیو شمېر بیا ۹۳۵۳۳ ته رسېدلی دی. په روسیه کې مثبتې پېښې ۲۹۹۹۴۱ ته رسېدلې دي. برېتانیا کې ۳۵۳۴۱ کسان تر اوسه د کرونا له امله مړه شوي دي. په هسپانیا کې ۲۷۷۸۷، په فرانسه کې ۲۸۰۲۲، په المان کې ۸۱۹۳ او په ایران کې بیا ۷۱۱۹ کسان تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.
































