د اوکراین اړوند یوې باروړونکې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ځاني تلفات هم رامنځته شوي دي. د اوکرایني مسئولینو په وینا د دې هیواد یوې انتونوف ۲۶ ډوله باروړونکې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی. الوتکه د زاپورژیا په ښار کې لویدلې ده. په پېښه کې د مرګ ژوبلې د دقیقې شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي.
































