ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان د وتلو په اړه پر بایډن نیوکې کړې دي. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې له افغانستان د امریکا وتل د واشنګټن د شرمېدو او سپکېدو لامل دی او همدا ستر علت دی چې نن د هېچا سترګه له امریکا نه سوځي.
نوموړي ویلي چې که دی په واک کې وی نو په هېڅ قیمت به یې د بګرام نظامي اډه نه وی پرې اېښې ځکه دا هغه سیمه وه چې امریکا کولی شوی، د روسیې، چین او ایران په څېر خپل حریفان ترې وڅاري او و یې وېروي.
نوموړی وایي له دې وروسته دا هېوادونه له امریکا نه وېرېږي له همدې امله روسیې په پوره سپین سترګۍ خپلو جګړو ته په اوکراین کې زور ورکړی دی. هغه د امریکا اوسنۍ رهبري کمزورې، ناکامه او د نړۍ په کچه سپکه او بې حیثیته بولي.
































