طالبانو له امریکايي لوري غوښتي چې د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي. د وسله والو طالبانو مشر مولوي هبت الله د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي دوی له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده او امریکا ته په کار ده چې د عملي کولو لپاره یې لا ډېرې چټکې هڅې وکړي. دده په خبره د امریکا او طالبانو ګټه په دې کې ده چې دغه هوکړه عملي شي. نوموړي خپلو ټولو وسله والو ته امر کړی چې له امریکا سره د شوې هوکړې ټول موارد عملي کړي. ده له افغان حکومت سره د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه کومې څرګندونې نه دي کړې، خو ویلي یې دي دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. مولوي هبت الله همدا راز ویلي چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې هم ددوی کسان فعالیت کوي او دوی هڅه کوي په خپلو سیمو کې ددغه نړیوالې وبا د پراختیا مخه ونیسي.
































