د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په راونه اوونۍ کې به د روسیې له ولسمشر ویلادمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ویلادمیر زیلنسکي سره وګوري. هغه زیاته کړې چې دا لیدنې به په اوکراین او روسیه کې ترسره شي. د ګوترېش په خبره، له دې کار څخه یې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ده. نوموړي لیکلي چې دوی د بشري کړاو د پای ته رسولو او د ژوند ژغورلو لپاره په اوکراین کې د سولې راوستو په هدف بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري. د یادونې ده چې انتوني ګوترېش تر دې وړاندې هم څو ځله د یادې جګړې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې د اوکراین جګړه به د میلیونونه انسانانو ژوند ستونزمن کړي.
































