په بلخ ولایت کې د عبدالروف په نامه یو ترکمن ماشوم چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په یاد ولایت کې د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و، نن د امنیتي ځواکونو له لوري د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړل شوی دی. عبدالروف په نهه کلنۍ کې د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و چې د خوشې کېدو په بدل کې یې د نوموړي له کورنۍ څخه د سلګونه زره ډالرو غوښتنه کوله. عبدالروف نن د ا.ا د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له لوري خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی. حنفي ویلي چې ا.ا د خپلو ټولو هېوادوالو د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او ځواکونه یې شپه او ورځ د هېوادوالو د ارامښت لپاره هلې ځلې کوي.
































