د کرونا ویروس د پراختیا او پر وړاندې یې د اقداماتو په اړه په نړیواله کچه پلټنې او څېړنې پیلېږي. اروپايي ټولنې د سلو هېوادونو په استازیتوب د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ته داسې لایحه سپارلې چې له مخې به یې د کرونا ویروس په اړه خورا پراخې او په نړیواله کچه څېړنې کېږي. ددې لایحې له مخې باید د کرونا ویروس د اصلي مرکز، د لېږد ډول، د لېږد وسایل، پر وړاندې یې د هېوادونو اقدامات، د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونه، تجربې او ورته مسایل تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي. لایحه اوس تایید شوې ده او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په غوښتنه به ژر تر ژره دغه څېړنه پيلېږي.
































