د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر مدني فعالانو سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د ناستې ګډونوالو د نجونو د ټولو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو او دغه راز دندو ته د ښځو پر ګرځېدو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ښځې هم باید د نرو په څېر زده کړې وګړي څو په هر اړخیزه توګه د هېواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې خپله ونډه ادا کړي. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر هم د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په موخه د ښځو غږ د ټولو افغانانو غږ بللی دی او یو ځل بیا یې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو او دغه راز دندو ته د ښځو پر ورګرځېدو ټینګار کړی دی. د یادونې ده چې ا.ا ژمنه کړې وه چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي خو هغه وخت بېرته له خپلې ژمنې پر شا شول چې نجونې د ښوونځیو دروازو ته رسېدلې وې. د ا.ا دا عمل په ملي او نړیواله کچه له سختو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوی دی.
































