د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په شمالي وزیرستان کې په یوه نښته کې درې پوځیان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. پوځ ویلي چې پېښه د شمالي وزیرستان دېواګر سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې ٣ سرتېري وژل شوي دي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. پوځ ادعا کړې ده چې ترهګر له ډېورنډ فرضي کرښې چې دوی نړيواله پوله بللې د افغانستان له دننه وراوښتي او د شمالي وزیرستان دې سیمه کې يې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې دي. په ورته وخت کې پوځ ویلي چې له همدې پېښې سره هم مهاله د بلوچستان په اواران سیمه کې هم له ترهګرو سره په نښته کې یو پوځي افسر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
































