د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دا چې تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې پر کرونا ویروس اخته شوي د امریکا لپاره د ویاړ ځای دی. نوموړی وایي، دا ځکه چې امریکا د نړۍ په کچه د کووېډ۱۹ ویروس تر ټولو ډېر معاینات کړي او په دې برخه کې یې ښه عمل کړی دی. په امریکا کې تر اوسه پورې ۱۲ میلیونه شپږ لکه د کرونا ویروس ټېسټونه شوي دي، خو ټرمپ په خپلو خبرو کې دغه شمېره ان ۱۴ میلیونه یاده کړې ده. په امریکا کې تر اوسه پورې ۱۵۷۰۵۸۳کسان پر کرونا ویروس اخته شوي ۹۳۵۳۳ یې مړه کړي، ۳۶۱۱۸۰ بېرته روغ شوي، ۱۱۱۵۸۷۹ د ناروغۍ په بستر پراته دي، چې د ۱۷۲۴۹ یې روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
































