د ملګرو ملتونو عمومي منشي روسیې او اوکراین ته سفر کوي. د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغه ادارې سرمنشي انتونیو ګوتریش به لومړی انقرې ته ځي او تر هغه وروسته به په نوبت روسیې او اوکراین ته سفرونه لري.
د نوموړي موخه دا ده چې په دې لړ کې وکړی شي د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي. سرچینه کاږي چې انقرې ته د ګوتریش د سفر موخه هم دا ده چې وکړی شي د روسیې او اوکراین د کړکېچ په ختمولو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
ملګري ملتونو ټينګار کړی چې باید روسیه او اوکراین په خپلو کې سره اوربند وکړي، جګړه ودروي او د لا ډېرې ویجاړۍ مخه ونیسي.
































