د افغانستان د ا.ا د ملي دفاع وزير مولوي يعقوب وايي، پر کونړ او خوست د پاکستان وروستي بريدونه يې د ملي مصلحتونو په وجه زغملي خو خبرداری يې ورکړی چې ښايي بل ځل د ورته پېښې د زغملو جوګه نه وي. هغه چې نن يې د ا.ا د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د نهم تلين په غونډه کې خبرې کولې وويل چې افغانستان د نړۍ او ګاونډيو هيوادونو له لوري له ګڼو ستونزو سره مخ دی. هغه د پاکستان وروستي بريد ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د مصلحت او لوړو ګټو د ساتلو په موخه يې په ځوابي اقدام لاس پورې نه کړ خو ګواښ يې وکړ چې په راتلونکې کې ښايي د خپل ولس او خاورې د دفاع په لاره کې له زغم کار وانخلي. هغه د ملا محمد عمر مجاهد کارنامو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې افغانستان يې له ختيځه تر لويديځه او له شماله تر سويله ټول يو لاس کړ. ده وويل، هغه مهال د افغانستان د ويشلو هڅې روانې وې خو د ا.ا بنسټګر دغه هڅې شنډې کړې او افغانستان يې له تجزيې وژغوره.
































