سبا د مې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د روسیې او مرکزي اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. د فارس خبري آژانس د خبر له مخې ددغه ویډیو کنفرانس کوربه توب تاشکند کوي. په دې ويډیویي کنفرانس کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان ګډون کوي، څو د افغاستان پر روان وضعیت خبرې وکړي. دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې غونډې، د اقتصادي همکاریو په لومړیتوبونو، متقابلې همکارۍ او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او پایلو په اړه خبرې کېږي.
































