د اروزګان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ په ورجان سیمه کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون یو مسلکي او فني پلاوي هم یادې سیمې ته سفر کړی او سروې یې کړې ده. د سیمې اوسیدونکي وايي چې له تېرو ۷ کلو را په دېخوا ورجان سیمه کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي. په خبره یې، مخکې هم په یاده سیمه د ګازو یوې زېرمې شتون درلود، چې خلکو به ورڅخه استفاده کوله او اوس هم کوچیان ورڅخه ګټه اخلي. د اروزګان د کانونو او پټرولیم رییس وايي، هڅې یې پيل کړي چې په دغه ولایت کې کانونه او زېرمې په نښه کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان مرکز ترینکوټ جنوب لور ته د باخود په نامه غره کې هم یو ملي شرکت د قیمتي ډبرو په استخراج بوخت دی.
































