په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، د پرله پسې هڅو وروسته د هغه هيواد له چارواکو سره هوکړې ته رسيدلي چې په تورخم کې ایسارو هغو افغانانو ته له کرښې د اوښتو اجازه ورکړل شي چې وړاندې په تذکرو پاکستان ته تللي وو. سفارت پر خپل ټويټر ليکلي چې پاکستان کې د اسنادو نه لرونکي افغانان کولی شي چې د روانې اپريل مياشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې د تذکرې په درلودلو سره افغانستان ته ولاړ شي. په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته پاکستان د ځانګړو شرایطو لرونکو افغانانو ته اجازه ورکوله چې د تورخم او سپين بولدک له لارې د تذکرو په واسطه هغه هيواد ته سفر وکړي چې له همدې کبله ګڼ شمېر افغانان له ويزې او پاسپورت پرته پر کرښه واوښتل. پاکستان وروسته په دې اړه خپل سياستونه بدل کړل او ويې ويل چې له ويزې او پاسپورت پرته به هيچا ته له کرښې د اوښتو اجازه ورنه کړي. د پاکستان دې پرېکړې ګڼ شمېر افغانانو ته سرخوږی جوړ کړی و چې له کبله يې د کرښې پورې غاړه يو شمېر لاريونونه او اعتراضونه هم وشول.
































