ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکا یوې محکمې ته شکایت کړی دی. د راپورونو له مخې نوموړي په دې شکایت کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکايي محکمه دې د شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو د وېش حکم نه صادروي.
د نصیر احمد فایق په خبره دوی نه غواړي د افغانستان د خلکو شتمني د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو ووېشل شي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې چې د افغانستان د خلکو د کنګل شوې شتمنۍ نیمایي یې یعنې ۳،۵ میلیارده ډالر د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ ته ورکړي او دا پرېکړه یې محکمې ته لېږلې چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ حکم نه دی صادر شوی.
































