د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو کورنيو د وچې ډوډۍ کارتونه پر نامستحقه کسانو پلورلي دي. همدارنګه د ګذر ځينو وکيلانو له بېوزله خلکو څخه هم د يادو کارتونو په بدل کې پيسې اخيستې دي. د ګردېز ښار اوسېدونکي په ياده پروسه کې د فساد او بې انصافي خبره کوي او وايي چې د کليو ملکانو او د ګذر وکيلانو د ځينو شتمنو کسانو نومونه د هغوی په بې خبرۍ کې ليکلي او ياده ډوډۍ خپل کور ته وړي او يا يې له نانوايي څخه پيسې اخلي. د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد هم په ياده پروسه کې ستونزې او د کارتونو د پلور خبره مني او وايي، هڅه کوي چې ټول ورکړل شوي لېستونه له سره چاڼ کړي. دمګړۍ په ګردېز کې د ۷۳ نانوايانو له خوا هره ورځ خلکو ته شاوخوا ۱۳۰ زره وچې ډوډۍ ورکول کيږي.
































