د افغانستان څلوېښت سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې ددغه هېواد شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري.
سرچینه کاږي چې د افغانستان برېښنا تر ډېره وارداتي ده او په ښارونو کې پراته خلک لاسرسی ورته لري. سرچینه کاږي چې د افغانستان د برېښنا شبکه باید پراخه کړل شي او تر څنګ یې په دغه هېواد کې له طبیعي سرچینو د برېښنا د کارونې اړتیا ده.
په مطلب کې دغه راز راځي چې افغانستان ۲ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسنۍ شبکه یوازې ۶۰۰ میګاواټه برېښنا لېږدولی او وېشلی شي. افغانستان سره له دې چې د برېښنا د تولید لپاره ګڼې سرچینې لري، خو بیا یې هم برېښنا وارداتي ده چې وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېږي.
































