د جرمني حکومت اوکرایین ته د ۵۰ الوتکو ضد ټانکونو د ورکولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د ناټو له غړو او خپلو ځینو نورو نړیوالو متحدينو سره د جرمني په رامشټاين پوځي اډه کې ولیدل. دې غونډه کې چې له اوکرایین سره د پیوستون ښودلو لپاره جوړه شوې وه د ناټو د غړو په ګډون د افریقا، منځني ختیځ او اسیا تر ۴۰ ډېرو هېوادونو برخه اخیستې وه. له دې سره هممهاله د بریتانیا دفاع وزارت هم ویلي چې راتلونکو څو اونیو کې اوکراین ته د بېړیو ضد بریمسټون توغندي ورکوي. د بریتانیا دفاع وزیر جېمز هیپي د دغه هېواد د پارلمان غړو ته ویلي چې دا ګام د کیېف د غوښتنې پر بنسټ پورته کېږي. بریمسټون توغندي د چټکو ځمکنیو او سمندري اهدافو پر ضد جوړ شوي او معمولاً له الوتکو توغول کېږي. بلخوا ټاکل شوې چې ښايي بریتانیا او ځينې نور لويديځ هيوادونه اوکراين ته د جنګي الوتکو د ورکولو اعلان هم وکړي.
































