په جنوبي وزیرستان کې د يوه وسله وال برید په پايله کې دوه پاکستاني پوځيان وژلي دي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې اعلامیې ويلي چې بريد پرون د جنوبي وزيرستان په سراروغه سيمه کې شوی دی. د دې بريد پړه د پاکستاني ط البانو تحريک يا ټي ټي پي منلی دی. رسنيو د ځينو سرچينو په حواله ويلي چې په بريد کې څلور نور پاکستاني پوځيان ټپيان شوي هم دي. د پاکستان پوځ بيا ويلي چې بريدګرو ته يې سخت ځواب ويلی دی. تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په ديواګار سيمه کې هم د وسله وال بريد په پايله کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي وو. ورسره پرون په کراچۍ کې د پاکستان ليبرېشن ارمي له لوري د ځانمرګي بريد په پایله کې پنځه تنه وژل شوي وو.
































