د ولسي جرګې غړو د هېواد د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي، چې یوازې په تېرو څو ورځو کې د وسله والو له لوري د امنیتي ځواکونو ګڼې پوستې سقوط شوي او لسګونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولسي جرګې غړي وايي، چې د هېواد د امنیتي ارګانونو سرپرستان ځواب ویونکي نه دي او حکومت باید ژر تر ژره نوي وزیران وټاکي او ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره یې ور معرفي کړي. د ولسي جرګې لومړي نایب میرزا محمد کټوازي ویلي، چې د اړوندو امنیتي ادارو مشران نن د بوختیاوو له امله رانغلل. کټوازي ګواښ وکړ چې که دوی بیا هم رانغلل نو قانوني چلند به ورسره وشي. ولسي جرګې نن د ملي دفاع وزارت، د ملي امنیت سرپرست او د کورنیو چارو وزارت سرپرست ور غوښتي وو، خو د پارلماني چارو وزارت د ولسي جرګې اداري پلاوي ته ویلي، چې هغوی د بوختیاوو له امله نن نه شي ورتللی.
































