د فرانسې سترې محکمې د دغه هيواد په سوېل لويديځ کې د يوه جومات د بندولو په تړاو د حکومت غوښتنه رد کړې ده. د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د تېرې ميلادي مياشتې په نيمايي کې ويلي وو چې ياد جومات توندلاري ترويج او ترهګريزې پېښې توجيه کوي چې له کبله يې د شپږو مياشتو لپاره د هغه د تړلو پرېکړه کړې وه. د فرانسې د کورنيو چارو وزارت دا پرېکړه دوه ورځې وروسته د يوې ځايي محکمې له لوري رد شوه خو هغوی نه وه منلې، له همدې کبله يې خپله غوښتنه له سترې محکمې سره شريکه کړې وه. د فرانسې سترې محکمې د کورنيو چارو وزارت غوښتنه رد کړې او د ياد جومات تړل يې د عبادت پر ازادۍ تېری بللی دی. رسنيو دا په فرانسه کې د محکمې له لوري د خپل ډول لومړنۍ او بېساري پرېکړه بللې ده.
































