د افغانستان بانک وایي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام نن د ۳۲ میلیون ډالري بشري مرستې ۲۶مه کڅوړه هم کابل ته را رسېدلې ده. د یاد بانک په خبره، کابل ته راغلي دا پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلې دي. د دغه بانک په وینا، دا مرسته به د بشري خدمتونو په برخه کې په معقول شکل سره ولګول شي. د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو د هرکلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي. یاد بانک ویلي چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې مرکزي بانک ویلي وو چې تر اوسه پورې ۷۶۱ میلیون ډالر د نغدي مرستې په توګه افغانستان ته انتقال شوي دي.
































