امریکا یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. د بشري حقونو او مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په تازه مرکه کې ویلي، تر وروستیو میاشتو پورې د افغانستان نوی حکومت د نجونو ښوونځیو پرانیستلو ته ژمن و، خو په وروستیو شېبو کې له خپلې ژمنې واوښت چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده. امیري وایي د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل به افغان کورنۍ شاتګ ته اړ کړي او له بلې خوا به د دوی مهم حقونه تر پښو لاندې شوې وي.
رینا امیري پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغان مېرمنو د حقونو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي او له نوي حکومت سره یوې پایلې ته ورسېږي.
































