افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي. واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې تر کرونا هم د روانې جګړې پر ضد اقدامات اړین دي او ټول باید نور دغه خونړۍ جګړه ودروي. د سرچینې په خبره په افغانستان کې د کرونا له پیله تر دې دمه جګړو تر کرونا ویروس ډېر قربانیان اخیستي دي او د سولې هوکړې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې. واشنګټن ټایمز لیکي تر هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي چې د اندېښنې وړ مسئله ده. ورځپاڼه دغه راز لیکي طالبان له کلونو راهیسې د خپل حکومت د جوړولو لپاره هڅه کوي او د سولې هوکړې له لاسلیک سره ښايي خپل دغه هدف تعقیب کړي.
































