د پاکستان مرکزي بانک راپور ورکړی دی چې په وروستیو شپږو میاشتو کې یې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. د پاکستان مرکزي بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وړاندې تر دې یې له افغانستان سره په کال کې د ۷۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کوله خو سږکال د صادراتو دغه کچه ۳۶۹ میلیون ډالرو ته را ټیټه شوې ده. یاد بانک ویلي چې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کموالي لامل د افغانستان له لوري د محصول لوړوالی دی. پاکستان په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او واک ته د نوي حکومت له رسېدو سره نوي لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې دوی به له ټولې نړۍ سره اړیکې رغوي او د خپل اقتصاد پیاوړتیا لپاره به پوره هلې ځلې کوي.
































