د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ددغه هېواد کانګرس ته په درې میاشتنې استولي راپور کې ویلي سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په هڅو کې مرسته کړې ده خو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي تر شا هم ولاړ دی. د سرچینې په خبره پاکستان لا هم په افغانستان کې د طالبانو د جګړې او روان تاوتریخوالي ملاتړی دی. په راپور کې راځي، داسې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې اوږدمهاله هدفونه لري، نو له همدې امله یې طالبان سولې ته هڅولي خو هېڅ وخت یې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته نه دي هڅولي. سرچینه کاږي پاکستان لا هم د طالبانو لپاره امن مرکزونه لري او د حقاني شبکې له فعالیتونو ملاتړ کوي. په راپور کې راځي دغه ډله په افغانستان کې په ګڼو خونړیو بریدونو تورنه ده، خو لا هم د پاکستان کلک ملاتړ له ځان سره لري.
































