د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، ناټو چمتو ده چې د روسیې خلاف په جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ستولتنبرګ پرون په بروکسل کې یوې غونډې ته وویل، ناټو باید د اوږدې مودې لپاره چمتو واوسي او دا احتمال شته چې دا جګړه میاشتې او کلونه دوام وکړي. ده دا هم وویل، چې ناټو به د اوکراین د شوروي د دورې د زړو وسلو ځای په نویو لوېدیځو وسلو ډک کړي.
































