ایران وایي دوی د ورغلو افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيلوي. د ایران د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په وروستیو کې دغه هېواد ته سلګونه زره افغان کډوال ورغلي چې دواړو لورو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
دده په خبره دوی نه شي کولی له سلګونه زره افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي نو ښه لاره یې دا ده چې دوی ثبت کړي او د اوسېدو موقت وخت ورکړي. نوموړي په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی چې د ثبت ځانګړو مرکزونو ته ورشي او له کومې وېرې پرته د موقت اوسېدو جواز ترلاسه کړي.
دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی چې له ثبت پاتې افغان کډوالو سره به بیا سخت چلند کېږي.
































