د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ د کابل ښار خليفه صاحب جومات کې پرونۍ چاودنه غندلې او عاملينو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده. هغه پر خپل ټويټر ليکلي چې پر ملکي وګړو وحشتناک بريدونه بايد پای ته ورسيږي او عاملين يې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. په ورته مهال د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د یاد برید پر غندلو سربېره ویلي چې دغه بې احساسه تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي. نوموړې ټینګار کړی چې د دغه چاودنې عاملین باید قانون ته وسپارل شي. د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند خليفه صاحب جومات کې پرون د چاودنې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د چاودنې پړه تر دې مهاله کوم چا يا ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو د افغانستان ا.ا يې د عاملينو د موندلو او په سزا رسولو ژمنه کړې ده.
































