په تورخم کې د يو اداري او سوداګريز ښارګوتي د جوړولو کار پيل شو. ټاکل شوې چې د دې ښارګوټي په جوړيدو سره د تورخم دروازې ټول پلورنځي او اداري تاسيسات ور وليږدول شي. د رياست الوزرا ځانګړي استازي حاجي لعل محمد د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبرې د ايښودولو په وخت کې وويل چې ا.ا هڅه کوي چې په بندرونو کې د اسانتياوو په برابرولو سره له ګاونډيو هېوادونو او نړۍ سره خپلې سوداګريزې راکړې ورکړې زياتې کړي .
































